د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، که د ایران او اسراییلو ترمنځ روانه جګړه اوږده شي، دا به د کابل او تهران ترمنځ پر سوداګریزو تبادلو ناوړه اغېز ولري.
د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی له اس بي اس پښتو سره په مرکه کې وویل، ایران د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی، او هر ډول نظامي بېثباتي به پر اقتصادي اړیکو ناوړه تاثیر ولري.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې تر اوسه د دغې جګړې مستقیمې اغېزې د افغانستان پر بازارونو نه دي لیدل شوي، خو که دا وضعیت دوام وکړي، د افغانستان سوداګریز بازار به له ستونزو سره مخ شي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




