مهم ټکي:
- د روسیې ټاس خبرې اژنس د تیرې اوونۍ د جمعې په ورځ افغانستان لپاره ددغه هېواد د ځانګړې استازي ضمیر کابلوف له قوله وویل چې دا غونډه د مسکو د مخکنیو ناستو په داوم جوړیږي.
- ټاکل شوې په دې غونډه کې د روسیې سربېره، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون ولري او د افغانستان پر اقتصاد، امنیت او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکوي.
- مسکو دا وار نه ده په ډاګه کړې چې غونډې ته يې د طالبانو نه وربلل لامل څه دی، خو که هر څه وي د طالبانو لپاره په محدود سیاسي ډګر کې ښايي دا ښه خبر نه وي.
- روسیې د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندلي خو دوه لوړ پوړو دیپلوماټونو ته يې اجازه ورکړي چې مسکو کې د افغانستان سفارت چارې سمبال کړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات، په کابل کې د اس بي اس راډیو د خبریال رحیم الدین اوریاخیل په رپوټ کې واورئ.



