دا یوازې سږ کال نه دی چې افغانستان کې د سون توکو په ځانګړي ډول د لرګیو او ډبرو سکرو بیې لوړې شوې، بلکي هر کال د هوا په سړېدو سره د سون توکو بیې په بې سارې ډول لوړیږې، چې بې وزله خلک یې له پېرلو عاجز وي.
عام افغانان وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال بیا د سون توکو بیې دوه چنده لوړې شوي چې دې چارې را روان ژمي ته اندېښمن کړي.
دوی له اس بې اس پښتو سره په خبرو کې وویل، اقتصادي ستونزو، بې کاري او اوس هم د سون توکو لوړو بیو د دوی اندېښنې دوه برابره کړې دي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واوروئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



