د شنبې په ورځ د جون پر ۱۸مه د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کې د افغان اهل هنودو او سکانو په عبادات ځای وسله وال برید وشو چې په پاېله کې يې دو تنه ووژل شول، او سر بېره پر دې اوه نور پکې ټپیان شول.
ددې برید مسوولیت چې داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیسته په کور دننه او بهر غبرګونونو سره مخ شوو.
دې برید ته په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیر سوبرا مانیام جېشنکر ویلي، کارته پروان پر ګرداوري بزدلانه برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما دغه برید غندلی او لیکي دې چې پر ولسي وګړو بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.
یوناما په افغانستان کې د سیګانو، هزاره وو او صوفیانو په ګډون د ټولو لږګیو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
لا ډېر جزئیات زمونږ د همکار په رپوټ کې واورئ.



