د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره څومره مهمه ده؟

UN

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه بله برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه کړي. Credit: Wikipaedia

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه بله برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه کړي.


د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفانو دوچاریک ویلي، د افغانستان په اړه دغه برخلیک ټاکونکې غونډه به په را روانه ډسمبر میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي، خو د دقیقې نېتې په اړه یې جزیات نه دې ورکړل شوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر یا یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ څو ورځې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا له استازي سره په لیدنه کې وویل؛ چې په دې غونډه کې به د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه تلویزیوني مرکه کې د یادې غونډې له جوړېدو خبر ورکړ او د ښو پایلو تمه یې ترې وکړه.

مهرباني وکړئ لا ډېر جزئیات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now