مهمې پېښې:
- د امریکا ولسمشر د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپل فرمان تمدید کړ.
- نیکلاسن وايي د دوحې په غونډه کې کیدونکو بحثونو پرمختګ ته محطاطانه خوشبین دي.
- د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړي نن پیلیږي.
- د افغانستان په شمال کې د چین د میلیونونو ډالرو پانګونو پرمټ د تیلو استخراج زیات شوی
د امریکا ولسمشر د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خپل فرمان تمدید کړ.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې متحده ایالاتو کې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني به همداسې کنګل پاتې شي.
سپینې ماڼې د یوې اعلامیې له لارې د بایډن له قوله لیکلي ول، چې د افغانستان بشري ناورین او له همدې امله د رامنځته شوې ګواښ په خاطر د ۲۰۲۲م کال فرمان ۲۰۲۴ کال کې هم د اجر وړ دی.
بایډن ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه د افغانستان په اړه دغه فرمان صادر کړی وو چې د شتمنۍ کنکل کېدل يې هم یو برخه ده.
بایډن ویلي، د افغانستان د ځانګړو شتمنیو ساتل ددغو اضطراری حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډیر مهم دي او د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دغه شتمني ساتي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان بانک څه د پاسه ۹ میلیارد ډالره شتمنۍ له دې امله کنګل کړه چې د طالبانو لاسونو ته ورنه شي.
خو یو څه وخت وروسته بیا امریکا په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دې پیسو یوه برخه چې ۳.۵ میلیارده ډالره کیږي په سویس کې د افغانستان امانت صندوق ته انتقال اجازه ورکړه.
لا ډېر ولولئ
په پاکستان کې ټاکنې څرنګه ترسره شوې؟
نیکلاسن: د دوحې په غونډه کې کیدونکو بحثونو پرمختګ ته محطاطانه خوشبین دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د معنا لرونکو خبرو لپاره یو ښه فرصت وباله.
ټوماس نیکلاسن چې کابل ته په څلور ورځني سفر راغلي وه د خپل سفر په وروستۍ ورځ کابل کې یو خبرې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د دوحې په غونډه کې کیدونکو بحثونو پرمختګ ته محطاطانه خوشبین دي.
هغه وویل، چې د دوحې غونډې ته د افغانستان د مدني ټولنې استازي او طالب چارواکي بلل شوي، خو تر اوسه يې د برخه والو او هم د غونډې د اجنډآ په اړه ځینې پوښتنې شته.
د اروپايي ټولنې دغه ځانګړي استازي همدارز وویل، چې طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي له ګومارنې سره مخالف دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه نه دي ویلي، چې ایا د دوحې په ناستې کې ګډون کوي او که نه؟
په همدې حال کې د بشري جقونو یو شمیر ډلو او افغان ښځينه فعالانو بیا په دې غونډه کې د ښځو پر زیات کډون ټینګار کوي.
ټاکل شوې د دوحې غونډه د راونې فبرورۍ میاشستې په ۱۸ او ۱۹ تره شي خو ملګرو ملتونو تر اوسه د یادې غونډې د اجنډا، ترکیب او نورو مسایلو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړي نن پیلیږي.
د یادو سیالیو د چمتووالي په وروستۍ ورځ د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو له رسنیو سره په خبرو کې د خپلو لوبډلو په چمتوالي خبرې کړي دي.
د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ويلي چې د یوې ِغښتلې لوبډلې په څیر به یو وار بیا په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبیږي.
تر دې وړاندې دواړو لوبډلو ټیست سیالۍ ترسره کړه چې د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.
داوړه لوبډلې به له یوه ورځینو سیالیو وروسته درې شل اوریزې سیالۍ هم ولري.
د افغانستان په شمال کې د چین د میلیونونو ډالرو پانګونو پرمټ د تیلو استخراج زیات شوی
د راپورنو له مخې د چین د انرژۍ شرکت ۴۹ میلیونه ډالرو پاڼګونې په مرسته د شمال د تېلو له حوزې په ورځني ډول د اومه تېلو تولید ۱۱۰۰ مټریک ټنو ته رسیدلی.
د هغه تړون له مخې چې کال وړاندې د طالبانو حکومت د چین د شینجین د مرکزي اسیا د پټرولیم او ګازو له شرکت CAPEIC سره د ۲۵ کالونو لپاره کړی، دا شرکت باید کال ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه وکړي او تر ۲۰۲۴ کال پورې باید د پانګونې اندازه ۵۴۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي.
د راپورنو له مخې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکو ویلي، چې دغه شرکت د موادو او کارد لګښتونو د ناسمې ارزونې او همدارنګه د افغانستان حکومت له خوا د مالي پلان په تصویب کې د درې میاشتني ځنډه له امله نه دی توانیدلی چې بشپړه پانګونه وکړي.
د یادونې ده چې امو سیند حوزه، چې د افغانستان او تاجکستان په اوږدو کې پرته ده، د امریکا د جیولوجیکي سروې د ۲۰۱۱ کال اروزنې پر اساس، اټکل کیږي چې۹۶۲ میلیونه بېرله اومه تیل او څه باندې ۵۲ میلیارد متر مکعب طبیعي کاز لري.





