جوبایډن د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان موقف لغو کیدو غوښتنه کړې؛ طالبان وايي کومه اندېښنه نلرو او نه هم دغه موقف افغانستان ته کومه ګټه درلودلې. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
مهم ټکي:
- د نامعلومو وسله والو له لوري د افغانستان له خاورې څخه د ازبکستان هېواد په جنوب ختیځ کې په یو سرحدي ښار ګوټي پنځه توغندي توغول شوي.
- دوسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ويلي چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې او پیاوړې دیپلوماټیکي اړیکې غواړي.
- د بشري حقونو د څار سازمان د تېرې اوونۍ په یو راپور کې وویل، چې وسله والو طالبانو د افغانستان په ختیځ کې څه باندې سل د داعش مشکوک غړي او ملاتړي اعدام یا هم په زور لادرکه کړي دي.
شریکول




