'لوړ ولور': په افغانستان کې هغه ټولنیزه ستونزه چې ځینې له واده پاتې کوي او ډیري ورته ګډوالېږي

Afghan wedding

Source: Afghan wedding

په افغانستان کې چې هر سیاسي نظام رامنځته شوی، په دې نه دی توانیدلی ترڅو د دې نا سمې ټولنیزې پدیدې مخه ونیسي.


ولور چې د افغانستان په مختلفو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو لكه طويانه، ګله، قلين او شير بها يادېږي، يوه داسې پدېده ده چې اخيستل ېې د زرګونو ټولنيزو كړكېچونو او ستونزو لامل ګرځيدلې.

په افغانستان کې د دې دود له كبله ځينې ځوانان چې بد اقتصادي حالت لري واده نه شي كولاى او يا هم كلونه كلونه له هېواده لرې په پرديو هېوادونو كې د مسافرۍ شپې سبا کوي.

د افغانستان د ځينو نورو سيمو په څېر د سوېل ختيځ زون په ولايتونو کې لا هم د ولور کچه خورا لوړه ده، چې له امله يې ډېری ځوانان پېغلې او هلکان په خپل وخت واده نشي کولی.

دمګړۍ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ولور منځنۍ کچه شاوخوا ۷ لکه افغانۍ ده، چې د واده له نورو لګښتونو سره يو ميليون افغانيو ته رسیږي. 

تاسو کولای شئ، پدې اړه لا ډېر جزئیات په رپوټ کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now