د کرېکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې چمپینز ټرافي د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۹ نېټه د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي. په دغو سیالیو کې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په خپل ګروپ کې له انګلنډ، آسټرالیا او سویلې افریقا سره لوبې لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د خپل کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د چمپینز ټرافي سیالیو کې ګډون کوي.
که څه هم دغه سیالۍ شاوخوا شپږه مېاشتې وروسته ترسره کیږي خو د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دغو سیالیو وړاندې له څلورو هېوادونو سره لوبلړۍ ترسره کوي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو لوبلړیو کې ټېسټ، یو ورځنئ او شل اوریزې سیالۍ شاملې دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته په دې اړه وویل چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له چمپینز ټرافۍ مخکې له نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، بنګله دېش او زمبابوي هېوادونو سره بېلابېلې لوبلړۍ لري.
د کرېکټ بورډ ویاند د دغو سیالیو په اړه چې کله به ترسره کیږي څه نه وايي.
نوموړي همدارز وویل، په کورني کرېکټ کې دم کړۍ د لېسټ اې سیالۍ راونې دي او له دغو سیالیو وروسته به شپږیږه لیک هم ترسره شي.
تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



