کابل ته د پنجشیر له سیند څخه د اوبو د لیږدونې طرحه څه وخت جوړه شوې او عملي کارونه یې څه وخت پیلېږي

243076382_6059555250781308_5513304479808879330_n.jpg

Credit: Public domain

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پلان کې لري چې د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د پاکو اوبو د لېږد یوه پروژه پلي کړي.


د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار د اوبو د ستونزې حل په پار يې یو لړ اوږدمهال پروژې ترلاسه لاندې نیولي چې له دغې ډلې یوه هم له پنجشیر ولایت څخه کابل ته د پاکو اوبو د لېږد پروژه ده.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو پر اساس، د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د پاکو اوبو د لېږد پروژې هر اړخیزه سروې او ډیزین ترسره شوی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ددغې پروژې عملي چارې پیل شي.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغه پروژه کې دو پایپونه شامل دي چې هر پیپ به د یو متر مکعب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې ددغې پروژې له بشپړېدو سره به دوه میلیونه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پېدا کړي او تر یو حده به د کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزه ورسره حل شي.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند پرته له دې چې ددې پروژې د لګښت په اړه معلومات ورکړي وویل، هڅې راونې دي چې د پانګې اچونې له لارې او یا هم نړیوالو مرستندویه سازمانونو په مرسته دغه پروژه تمویل شي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now