Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ پر پوله شخړې څومره د اندېښنې وړ دي؟

Torkham-Gate.jpg

شنونکي وايي، پاکستان د سرحدي شخړو له لارې غواړي پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د افغانستان بهرنۍ ډپیلوماسي په خپل لاس کې واخلي.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


شنونکي وايي، پاکستان د سرحدي شخړو له لارې غواړي پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د افغانستان بهرنۍ ډپیلوماسي په خپل لاس کې واخلي.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي د دې ډلې جنګالیو وخت ناوخت د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان سره د ډیورڼډ فرضي کرښي په اوږدو کې نښتي کړې او پر یوبل یې سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دې ډلې پوله ساتو ځواکونو د افغانستان له ګاونډیو سره پر پوله نږدې ۵۰ ځله نښتي کړې، چې ډېری دا وړې او لویي نښتي له ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو سره شوې دي.

په تازه مورد کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د تورخم په دروازه کې د طالبانو سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د یوې پوستې د جوړولو يه سره له ناندریو وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه، چې د تلفاتو په اړه يې له دواړو غاړو ضد نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.

له دغې نښتې وروسته پاکستاني لوري د تورخم دروازه د ټرانزیت او مسافرو پرمخ وتړله، چې د دواړو لوریو سوداګرو او خلکو ته يې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.

دا لومړي ځل نه ده چې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پر پوله نښته رامنځته کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم څو ځلې په تورخم او چمن کې د دواړو لوریو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتي شوې چې دواړو لوریو یې پړه پر یوبل ور اچولې.

مهرباني وکړئ لا ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now