د طالبانو د تماس کمېسیون له لارې افغانستان ته راستنېدونکي پخواني چارواکي له کومو ستونزو سره مخ دي؟

n00151843-b.jpg

Credit: Public domain

د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د تېر جمهوري نظام ډېری سیاستوال، نظامي چارواکي او د دولتي ادارو لوړپوړي کارکوونکي له افغانستان څخه ووتل او جلا وطني یې اختیار کړه.


د طالبانو حکومت هېواد ته ددغو افغان سیاسونو او پخوانیو چارواکو د ستنولو په پار د تېر کال د مې په وروستیو کې د اړیکو یو کمېسیون جوړ کړ چې له دغو سیاسي څېرو او نورو هغو شخصیتونو سره چې له هېواد نه بهر دي، خبرې وکړي او افغانستان ته د هغوی بېرته راستنېدو لپاره لاره هوار کړي.

اوس چې ددغه کمېسیون له جوړیدو شاوخوا یو نیم کال تیریږي د دې کمېسیون چارواکي وایي، چې ددغه کمېسیون له پېله تر اوسه سلګونه هغه افغان شخصیتونه بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې له هېواد وتلي وو.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمدالله وثیق اس بې اس راډیو ته وویل، راستانه شویو کسانو کې د تېر نظام وزیران، والیان، د پارلمان غړي او پخواني پوځي کسان شامل چې شمېر يې ۶۰۷ تنو ته رسیږي.

نوموړي وویل، چې له دغو پخوانيو چارواکو سره صمیمانه چلند کیږي او هېڅ امنیتي ګواښ یا تهدید ورته متوجه نه دی.
مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې 
ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اساپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service