له ایرانه په جبر د افغان کډوالو ايستل کېدو پروسې له پیل سره سم هره ورځ زرګونه افغانان د هرات اسلام کلا او د نیمروز ولایت ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستنیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، تر دې دمه له ايران څخه څه باندې يو ميليون افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شويدي.
که څه هم د طالبانو حکومت او د کډوالو ملاتړو ادارو له ايران غوښتي چې دا بهير دې داوطلبانه او تدريجي وي، خو ايراني چارواکي ټينګار کوي، چې ټول بې اسنادو کډوال به له خپلې خاورې وباسي.
د ايران دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي، چې ډېری نړيوال او حقوقي سازمانونه يې د نړيوالو قوانينو خلاف بولي.
د چارو يو شمېر کارپوهان هم په دې اړه بېلابېل ليد لوري لري.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




