د افغانستان د بهرنیو اسعارو د تبادلې مرکز شهزاده سرای د معلوماتو له مخې له تېرو څو ورځو راپدیخوا یو امریکايي ډالر له۷۰ افغانۍ کښته تبادله کېږي په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د یو ډالر بیه له ۷۵ افغانۍ نیولې ان تر ۸۰ افغانۍ پورې رسېدله، خو لا هم عام افغانان په بازارونو کې د خوراکي او سوند توکو له لوړو بیو څخه شکایت کوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل؛ سره له دې چې د پخوا په پرتله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په کافي اندازه لوړ شوی خو لاهم د لومړنیو خوارکي او سوند توکو بیي پورته دي، چې دوی یې د اخیستلو توان نلري.
کابل ښاریان د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د ژمي په را رسېدو او د دوی کمزوري اقتصاد ته په کتو دي د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او سوند توکو د بییو پر ټیټوالي کار وکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټکې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





