طالبان وايي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي

WhatsApp Image 2026-03-17 at 7.56.26 AM.jpeg

Credit: Supplied by Jawed Rostapoor

طالبان وايي پاکستان په کابل کې د روږدو کسانو روغتون په نښه کړی او سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې په کابل او ننګرهار کې یې پوځي ځایونه په نښه کړي دي.


د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته تر ډېره د ثبات په حال کې وې، خو د تیرې اکتوبر میاشتې راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې له زیاتو ترینګلیتیا سره مخ شوې دي.

دا ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې په فبرورۍ کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.

ددې بریدونه وروسته طالبانو هم د پاکستاني لوري پر وړاندې غچ اخېستونکي بریدونه پیل کړل.

د نږدې درېیو اوونیو په تېرېدو سره، دغه نښتې لاهم داوم لري.

تېره شپه، پاکستاني جیټ الوتکو په کابل او ننګرهار ولایت کې ځینې سیمې وویشتلې، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل چې په کابل کې د پاکستاني پوځ د هوايي برید له امله د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت د پاکستاني ځواکونو دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا يې د نړیوالو اصولو خلاف بشر ضد عمل بللی دی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرخپله اکس پاڼه لیکلي چې هوايي برید په سیمه ییز وخت د شپې شاوخوا نهه بجې په روغتون وشو او تر دې دمه د مړو شمېر ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی، پداسې حال کې چې شاوخوا ۲۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

مهرباني وګړئ په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now