په داسې حال کې چې د هېواد په ګڼو سړو ولایتونو کې د هلکانو د جذب او ښوونځیو د پرانیستلو لپاره چمتووالی روان دی، خو طالبانو لاهم نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او میرمنې له لوړو زده کړو منع کړې دي.
دغه وضعیت د پنځم پرلاپسې کال لپاره داوم لري او تر اوسه په دې برخه کې کوم مثبت بدلون نه دی تر سترګو شوی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدودیتونه د منلو وړ نه بولي او د لغو کېدو غوښتنه يې کړې ده.
نوموړي په خپل ایکس پاڼه د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نوی کال له پیل سره نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو محرومې دي.
هغه ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو محدویتونه به د افغانستان په راتلونکې اوږدمهاله منفي اغیزې ولري.
په همدې حال کې هغه نجونې چې له زده کړو بې برخې شوي، یوځل بیا د ښوونځیو د پرانیستلو غوښته کوي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




