د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ د روانې جګړې له امله په نړیوالو بازارانو کې د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو پورته شوي دي.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو له لوړېدو سره هممهاله په افغانستان کې هم د تېلو بیې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د هر لېتر تېلو بیه له ۶ تر ۱۰ افغانیو پورې پورته شوې ده.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي اس بي اس پښتو ته ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوي، خو دا زیاتوالی د اروپا او ځینو نورو هېوادونو په پرتله کم دی.
مهرباني وکړئ لا دېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





