د هوا په ګرمېدو سره په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي خلک اندېښمن کړي

شبکه توزیع برق

Source: AAP

د برېښنا ریاست که څه هم د پرچاوۍ د زیاتوالي ستونزه مني خو ډاډ ورکوي چې د حل په موخه يې یو لړ بنسټیزې پروژې ترلاس لاندې لري.


د افغانستان په ځینو ولایتونو په تېره په کابل ښار کې د هوا په ګرمېدو سره ددې ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسیدونکې د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.

د کابل ښار دغه شمېر اوسیدونکي وايي، چې د هوا په ګرامېدو سره په دغه ښار کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې چې دوم يې دوی په ورځني ژوند کې له ګڼو ننګونونو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکې رخسار په دې اړه اس بي اس پښتو ته وویل، چې دوی په ورځ کې یو یا دوه ساعته او کله هم هېڅ برېښنا نلري.

رخسار د طالبانو د حکومت تر واک لاندې برېښنا ریاست څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي او منظمه برېښنا ورته برابره کړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now