ایا د قوشتېپې کانال به د افغانستان تکیه پر وارداتو کمه کړي؟

Qosh Tepa Canal - د قوش تیپې کانال

Credit: National Development Corporation

اقتصادي شنونکي د قوشتېپې کانال د افغانستان له مهمو زیربنايي پروژو څخه یادوي او باور لري چې د دې کانال په جوړېدو سره به افغانستان د کرنیزو محصولاتو په برخه کې په ځان بسیا او ان د صادراتو وړتیا پېدا کړي.


د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې ستر کانال د سروې چارې د پخواني حکومت پر مهال په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، خو عملي کار يې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د مارچ په مېاشت کې په رسمي ډول پیل شوي.

دا کانال د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ د امو سیند اوبه د حیرتان دښتو ته اړوي او د دولت اباد، اقچه او اندخوی له سیمو په تېریدو سره ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

د طالبانو د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د کانال چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ راونې دي او د دویم فاز د کېندلو کار بشپړېدو ته نږدی دی.

ددې شرکت ویاند نبی الله ارغندیوال اس بي اس پښتو ته ویلي چې د کانال په اوږدو کې د یو شمېر پلونو جوړول هم په ګړندۍ توګه راون دي او هڅه کېږي چې پروژه له ټاکل شوې مودې مخکې ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service