شنونکي: پر افغان خاوره هوايي بریدونه د نړیوالو اصولو نقض او د سیمې ثبات ته ګواښ دی

Pakistan launches airstrikes on alleged TTP hideouts in Afghanistan amid rising tensions

Relatives and local residents prepare for the burial of the people killed in alleged Pakistani airstrikes near the Pak-Afghan border in Nangarhar, Afghanistan, 22 February 2026. Source: EPA / SAMIULLAH POPAL/EPA/AAP Image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي کسانو د مرګ‌ ژوبلې په اړه یې باوري راپورونه ترلاسه کړي دي.


د فبرورۍ په ۲۱مه پاکستاني ځواکونو د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړل.

د ځايي سرچېنو او رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هوايي بریدونه د پکتیکا ولایت پر برمل او ارګون ولسوالیو او د ننګرهار ولایت په بهسودو، غني خېلو او خوګیانو ولسوالیو ترسره شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو ملګیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملګي تلفاتو د مرګ ژوبلې په اړه یې باوري راپورونه ترلاسه کړي دي.

د یوناما لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د ملکي تلفاتو لومړني ارقام ښيي چې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

بلخوا پاکستانۍ رسنۍ وايي چې، د پاکستان پوځ د وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي او ۸۰ وسله وال يې وژلي دي.

پاکستان ویلي چې په وار وار یې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، خو کابل "کوم اساسي اقدام نه دی کړی".

طالبانو د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د افغانستان خاوره د هغو وسله والو ډلو لخوا کارول کیږي چې په پاکستان کې په بریدونو کې ښکیل دي.

مهرباني وکړئ لا ډېرمعلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now