د شمالي وزیرستان زرګونه اوسیدونکي د ۲۰۱۴ کال د عملیاتو پر مهال د افغانستان خوست ولایت ته کډه شول چې یو شمېر تر اوسه پورې هلته پاتې دي.
د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب غضب په نوم عملیات پیل کړل چې له امله یې زرګونه کورنۍ دې ته اړ شوې ترڅو خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.
په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو شپږکاله پوره شوي، مګر تر اوسه هم په یاده سیمه کې امنیت نشته او بې ځایه شوې کورنۍ تر اوسه بېرته خپلو کورونو ته ندي راستنې شوي.
پدې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په راپور کې واورئ.





