په پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې د جولای له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې پورې د شدیدو بارانونو خبرداری ورکړی و، او دا مهال هم په هېواد کې ځینې سیمې له ۲۴ ساعتونو زیات وخت راهیسې د پرلهپسې بارانونو لاندې دي.
تر ټولو زیات زیانونه په پنجاب ایالت کې رامنځته شوي دي. د طبي بېړنیو حالاتو د مدیریت ایالتي ادارې وایي چې په راتلونکو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د سېلابونو له امله د نورو مالي زیانونو احتمال شته.
د سېلابونو ځپلي خلک د دولت له خوا د بیړنیو مرستو په تمه دي.
پاکستان د اقلیم بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ هېواد دی، چې د دې پېښو اصلي لامل هم همدا ګڼل کېږي
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې واورئ.
موږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



