پدې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ تیزه شوې ده. د مهاجرت نړيوال سازمان يا «IOM» هم ویلي،چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې له ايران او پاکستان څخه تر يو لک او ۳۹ زرو زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په دې وروستیو کې پر ایران اقتصادي بندیزونه ډېر کړي او د راپورونو له مخې د همدغو اقتصادي فشارونو له امله، په دې وروستیو کې په زرګونه افغان کډوالو په داوطلبانه توګه ایران پرېښی دی. یوشمېر افغان کډوال بیا په ایران کې له ګڼو ستونزو پرده پورته کوي. له یو افغان کډوال سره مو خبرې کړې چې جزیات یې له ناجیې ساپۍ اورئ
شریکول





