د اسټراليا ملبورن ښار کې د سلام فيسټ په نامه يوه ټولنه په پام کې لري ترڅو د مسلمانانو يوه ستره ميله جوړه کړي.
ياده ميله د نومبر مياشت په ۲۹ نيټه پيل او درې ورځو لپاره به دوام ولري.
دا ميله به د جمعې او شنبې په ورځ په فيډيريشن سکوير کې او د يکشنبې په ورځ به ويکټوريا مارکيټ کې جوړه شي.
د سلام فيسټ ټولنه هڅه کوي ترڅو د مسلمانانو بيل انځور اسټراليايانو ته وړاندې کړي.
د سکانلن فاونډيشن تازه رپوټ له مخه اسټراليا کې ډيري خلک د مهاجرو ملاتړي دي ولې له بده مرغه ډير شمير يې بيا د مسلمانانو خلاف منفي نظر لري.
د سلام فيسټ ټولنه غواړي اسټراليايانو ته د مسلمانانو کلتوري برخې او يا ويلی شو چې مثبت اړخونه وړاندې کړي.

ملبورن ښار کې له مسلمانانو غوښتل شوي چې په دې درې ورځني ميلو او غونډو کې کډون وکړي ځکه دا به مسلمانانو اولادو لپاره ګټور وي او هم به نورو اسټراليايانو ته د مسلمانانو مثبت اړخ ښودلو کې مرسته وکړي.
اس بي اس پښتو خپرونې د يادې ټولنې يو له غړو امبر ګل سره مرکه کړې چې تاسې دا مرکه دلته اوريدلی شئ.





