سليم صافی: افغانستان کې سوله څنګه ممکنه ده؟

Saleem Safi

Saleem Safi Source: YouTube

نامتو خبريال، ليکوال او د پاکستان جيو ټلويزيون جرګې پروګرام چلوونکی سليم صافی چې د افغانستان او سيمې سياست او روانه جګړه له کلونو راهيسې له نږدې څاري له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کړې او خپل تجربې پر اساس يې ځينو مهمو سياسي مسايلو په اړه خپل نظر شريک کړی. ښاغلي صافي خپلو خبرو دوران کې ويلي چې د افغانستان جګړه کې د پاکستان په ګډون ګڼ شمير هيوادونه خپل مقاصد او انديښنې لري او همدا ددې باعث شوی چې افغانستان کې سولې راوستو برخه کې بايد ټول ښکيل هيوادونه سره سلا شي چې دا کار امکان نه لري. ښاغلی سليم صافی چې د پاکستان خبريالانو مينځ کې يوازينی پښتون خبريال دی کوم چې د پاکستان يو له مهمو ټلويزيوني پروګرامو څخه" جګره" پر مخ وړي او هم د جنګ ورځپاڼې ته ليکنه کوي. ښاغلی وايي چې د پښتنو پر درد ډير درديږي او هم پر پښتنو ډيرې نيوکې کوي. ښاغلی د پښتنو سيمو کې د جګړې وجه بيانوي او له روانې جګړې څخه ځان ژغورنې پر لارو هم خبرې کوي. د ښاغلي سليم صافي بشپړه مرکه دلته واورئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now