سرتاج شينواری: غواړم د اسټراليا کريکټ ملي ټيم کې ولوبيږم

sartaj shinwari.jpg

اسټراليا ته نوي راغلي افغان ځوانان د نورو برخو ترڅنګ په کريکټ کې هم ډير ځليدلي او يو شمير يې د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې په مهمو کريکټ کلبونو کې لوبيږي. سرتاج شينواری يو له هغو نوو راغلو ځوانانو دی چې کريکټ کې چټک پرمختګ سره د اسټراليا ملي ټيم کې لوبيدو خوب ګوري.


د افغانستان تير حکومت ړنګيدو وروسته زرګونه افغانان اسټراليا کې ميشت شوي.

اسټراليا ته راتګ سره ډير له دغو افغانانو څخه په کارونو او ميشتيدنه بوخت دي، ولې ددې ترڅنګ يو ډير شمير ځوانانو سپورټ په ځانګړي ډول بيا کريکټ لوبو ته مخه کړې.

سرتاج شينواری د طالبانو راتګ سره اړ شو ترڅو کورنۍ نورو غړو سره دلته په اسټراليا کې يوځای شي، نوموړی دوه کاله وړاندې اسټراليا ته راتګ سره په ساختماني برخه کې په کار بوخت دی او ترڅنګ يې کريکټ لوبه هم کوي.

د ښاغلي سرتاج په وينا، هغه خوبونه يې چې په افغانستان کې ندي بشپړ شوي غواړي اسټراليا کې بشپړ کړي او کريکټ ډګر کې ښه وځليږي.

سرتاج تيز توپ اچوونکی دی، ملبورن ښار ځايي کلبونو سره يې لوبې پيل وروسته اوس د ياد ايالت په سطحه يو مهم کلب ته لوبيږي ترڅو نورو سترو کريکټ ليګونو ته لار پيدا کړي.

د ښاغلي سرتاج شينواري ژوند، ميشتيدنې او لاسته راوړنو په اړه لا ډير د نوموړي بشپړه مرکه کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service