سيد اکبر اغا: راتلونکي اووم دور مذاکراتو کې به خبرې حل او فصل شي

Sayed Akbar Agha Source: YouTube
یوشمېر پخواني طالب چارواکي د سولې شپږم دور مذاکرات هېله بخښوونکي ګڼي او وايي، راتلونکي۷ دور مذاکراتو کې به خبرې حل او فصل شي. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د دواړو لورو ترمنځ نرمښت راغلی. د افغانستان د سولې عالي شورا بیا ټينګار کوي چې راتلونکي ۷ دور مذاکراتو کې باید بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي. که څه هم طالبانو له دې وړاندې افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړي دي خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي،چې افغانان له بل هر وخت زیات سولې ته نږدې شوي دي. راپور له ناجیې ساپۍ اورئ.
شریکول