ه داسې حال کې چې د اس بي اس راډیو ۵۰ کلیزه د را رسېدلو په حال کې ده، دغې راډیو د خپلو مختلفو ژبو د خدمتونو بیا کتنه پیل کړې ده.
بیا کتنه کې به د روان کال د سرشمېرنې له آمارو څخه هم ګټه واخیستل شي ترڅو د دغې رادیو د راتلونکو پنځو کلونو د خدمتونو په اړه پرېکړه ونیول شوي.
د اس بي اس راډیو په ۱۹۷۵ م کال کې لومړی ځل په ۸ ژبو خپل نشرات پیل کړي چې د وخت په تېرېدلو سره د ژبو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او اوسمهال دغه راډیو له ۶۰ څخه په زیاتو ژبو خپرونې وړاندې کوي.
د اس بي اس د ژبې خدمتونو د بیاکتنې پروسه په هرو پنځو کلونو کې د آسټرالیا له ملي سرشمېرنې سره سم ترسره کېږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د آسټرالیا ګړندۍ وده کوونکې او متنوع ټولنه منعکس کړي.
د انتخاب معیارونو او د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې سره به هغه ژبې معلومې شي چې خدمات په کې وړاندې کېږي او مرسته به وکړي چې دا خدمات په راتلونکو پنځو کلونو کې څرنګه وړاندې کېږي.
د معیارونو د انتخاب لپاره د عامه مشورو لړۍ د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له ۵ ڼېټې څخه د نومبر تر ۱۲ پورې دوام کوي. د انتخاب د مسودې د لیدلو او خپل نظر شریکولو لپاره له sbs.com.au/consultation څخه لیدنه وکړئ.
د رپوټ اورېدلو لپاره مهرباني وکړئ د سپیکر تڼۍ کېکاږئ.