اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

د اپريل ۲۱ - د ا سټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.


نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۲ نيم ميليونو کسانو ته ورسيد او شاوخوا ۱۷۰ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
امريکا کې دا مهال ۷ لکه او ۸۷ زرو څخه ډير کسان پر کويډ-۱۹ مبتلا دي او ۴۰ زرو کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
افغانستان کې بيا ۱۰۳۱ کسان پر کرونا ويروس مبتلا او ۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.
پاکستان کې بيا ۹۲۱۹ کان پر کرونا ويروس مبتلا او ۱۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 
 
 
 
اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې په کميدو دي او دا مهال ۶۶۴۴ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.
بله خوا بيا له مبتلا کسانو څخه ۴۶۷۶ تنه روغ شوي.
اسټراليا کې تر دې دمه ۷۱ کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
بله خوا د روغتيا نړيوالې ادارې يا ډبليو ايچ او مشر ډاکټر ټډروس خبرداری ورکوي چې يوازې د خلکو کورونو کې ساتلو سره د کرونا ويروس له مينځه نه ځي او بايد ياد ويروس پر وړاندې تعرضي کار وشي.
ډيرو هيوادونو د خلکو پر راټوليدو او نورو ازاديو محدوديتونه لګولي ترڅو د کرونا ويروس خپريدو کچه راټيټه کړي، ولې د ډبليو ايچ او مشر ډاکټر ټيډروس وايي، هيوادونه دې د کرونا پيښو معلومولو او بيا د بيمار سره د اړيکو خلک معلومول او قرنطين کول تر ټولو اړينه تګلاره ده.
ټولنيز واټن د نړۍ ډيرو هيوادو کې د کرونا ويروس مخنيوی کړی.
 
د ښاغلي دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې ځيني هيوادونه د ټولنيز واټن يا خلکو کورونو کې ساتلو محدوديتونو کې نرمښت راوړلو خبر کوي.
ټوله نړۍ کې دوه نيم ميليونه کسان پر کرونا مبتلا دي او ۱۷۰ زره نورو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 
اسټراليا کې د ويرجن هوايي شرکت په بشپړ ډول خپل فعاليت وځنډوه.
د ياد شرکت دا پريکړه له هغه وروسته کيږي چې ويرجن ايرلاين له حکومت څخه د ۱ اعشاريه څلور ميلياردو ډالرو قرضې غوښتنه وکړه کوم چې حکومت دا غوښتنه رد کړه.
د ليبر ګوند له حکومت څخه غوښتي ترڅو دې د ياد شرکت ړنګيدو مخه ونيسي.
د اسټراليا حکومت خزانه دار وايي، حکومت د ياد شرکت ځکه مالي ملاتړ نه کوي ځکه چې ۹۰ سلنه پانګه وال يې بهرنيان دي.
 
د ويرجن ايرلاين مشر پاول سکوراح وايي، ياد هوايي شرکت بل غوراوی نه درلود او خپل فعاليت يې بشپړ ډول سره وتړه ترڅو راتلونکې کې ښه حالت غوره کولو وروسته بيرته پر فعاليت پيل وکړي.
 
د اسټراليا پخواني لومړي وزير مالکوم ټرنبل خپل نوي کتاب کې د ځينو فعالو سياستوالو له ناوړه کړنو څخه پرده پورته کړې.
ښاغلي مالکوم ټرنبل خپل کتاب کې ليکلي چې اوسنۍ لومړی وزير يعنې سکاټ موريسن ددې وړتيا نه لرله ترڅو دويم ځل لپاره وټاکل شي.
په کتاب کې د ټوني ابوټ پخواني دفتر مشرې باندې هم سختې نيوکې شوي.
مالکوم ټرنبل ويلي،د ټوني ابوټ حکومت اصل کې د هغه دفتر مشرې لخؤا پر مخ وړل کيده.
بله خؤا ټوني ابوټ خپل دفتر  مشرې له کړنو څخه دفاع کړې
ټوني ابوټ وايي، د هغه پر پخوانۍ دفتر مشرې نيوکې مناسب کار ندی.
 
د اسټراليا نيو ساوت ويلز حکومت اعلان وکړ چې له راتلونکی مياشت څخه به د ښوونځي زده کوونکي اونۍ کې يوه ورځ فيزيکي ښوونځيو ته ځي او باقي ورځې به له کور څخه انلاين له لارې زده کړه کوي.
د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمه ګلاديس بيري جيکليان وايي، ياد ايالت به له نوو تدابيرو سره د زده کوونکو بيرته ښوونځيو ته تګ لپاره مرسته کوي.
 

د امريکا په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د تيلو قيمت له صفر څخه ښکته شو.
د کرونا ويروس وبا له امله د خلکو تګ راتګ باندې بنديز او هم د تيلو مصرف کې د پام وړ کموالی د تيلو ذخيره ډيره او کارونې کچه يې راټيټه شوه نو ځکه اوس امريکا کې د تيلو قيمت له سفر څخه ښکته شو.
دا پدې معنی ده چې د تيلو توليدوونکي د تيلو اخيستونکو ته اعضافي پيسې ورکوي ترڅو له دوی څخه تيل واخلي ځکه اوس د تيلو ساتلو ذخيرې په ډکيدو دي.
د نړۍ تيلو توليدوونکي اوس د تيلو ساتلو لپاره کافي اندازه ځای نه لري.
دا پداسې حال کې ده چې روانه مياشت نړۍ ته د تيلو توليد کې ۱۰ سلنه کمی راوستل شو ولې له ياد کمي سره بيا هم  تيل ډير او کاروونکي يې لږ دي.
 
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوغان ټول هيواد کې څلورو ورځو لپاره کرفيو يا ګرځبند اعلان کړ.
دا پريکړه د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره شوې.
ترکيه کې دا مهال ۹۱ زره کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او ۲۱۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ترکيې اقتصاد لا دمخه له ستر بحران سره مخ وه او نوي ګرځبند سره به ستونزې لا نورې ډيرې شي.
 

 
 


 
 
 

 
 
 

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه | SBS Pashto