د سپټمبر د مياشتې ۱ نېټه، د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
- چين امنيتي ادارو يوه اسټراليايي خبرياله بندي کړې. دا لومړی ځل دی د اسټراليا يو مهم تبعه د چين هيواد لخوا نيول کيږي.
- نيو ساوت ويلز او ويکټوريا پولې شاوخوا پراته خلک کولی شي له جمعې ورځ وروسته تر ۵۰ کيلو مترو دواړو خواوو ته سفر وکړي.
- فيسبوک اسټراليايي حکومت ته خبردارۍ ورکړ، که چيرې فيسبوک خوښې خلاف پارلمان ته قانون وړاندې شي او فيسبوک څخه د پيسو غوښتنه وشي، فيسبوک به د اسټراليايي رسنيو رپوټونو خپرول ودروي.
- نړۍ کې ۷۰ سلنه خلکو ويلي د کرونا ويروس لپاره جوړيدونکی واکسين کاروي بله خوا اسټراليا کې بيا ۹۰ سلنه خلکو د ياد واکسين کارولو ملاتړ ښودلی.
دا او نور رپوټونه دلته واورئ.
شریکول




