د اکتوبر د مياشتې ۱۰ نېټه؛ د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
نړۍ کې په کرونا ويروس اخته کسانو شمير ۳۶ ميليونه او ۸۰۰ زرو ته لوړ شو او تر ټولو ډيرې پيښې امريکا کې ۷ ميليونو او ۶۶۰ زره ثبت شوي. له امريکا وروسته هند کې تر ټولو ډيرې پيښې يعنې ۶ ميليونه او ۹۰۰ زره ثبت شوي.
ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴ نوې پيښې ثبت کړې او لدې سره ياد ايالت کې داسې نه بريښي چې د روانې مياشتې ۱۹ نيټې پورې به د ورځنيو پيښو اوسط ۵ پيښو ته راټيټ شي ترڅو نورو محدوديتونو کې نرمښت راوستل شي.
نيو ساوت ويلز ايالت درې او کوينزلينډ ايالت بيا يوه پيښه ثبت کړې.
د اسټراليا خزانه دار جاش فريدينبرګ پر ايالتي او سيمو حکومتونو غږ کړی ترڅو دې خپلو اوسيدونکو لپاره د کرونو کرايه مناسبې او د خلکو اوسيدو توان سره برابرې کړې،
ډونالډ ټرمپ کرونا ويروس باندې اخته کيدو سره بيا هم خپل کمپاين مخې ته وړلو هوډ لري او عامو خلکو راټولولو او هغوی ته مخامخ وينا کولو پلان لري.
د ملګرو ملتونو مهاجرت نړيواله اداره وايي، دا مهال ۳ ميليونه مهاجر نورو هيوادونو کې بند پاتې دي او کرونا ويروس له امله خپلو هيوادونو ته تللی نشي.
دا او نور خبرونو کې واورئ.




