د نن ورځې مهم خبرونه

SBS Pashto News

Source: Getty

د آسټرالیا او نړۍ د نن ورځ مهم خبرونه دلته واورئ.


مهم خبرونه:

  • د اسټراليا فدرالي او نیو ساوت ویلز ایالتي حکومتونو به په ګډه سيلاونو څخه ويجاړو سيمو او کورونو بيا رغونې لپاره د مرستو اعلان وکړ. د نيو ساوت ويلز ايالت په تاريخ کې راوتلو سيلاونو تر نور هر ناورين څخه ډير مالي زيان رسولی.
  • د اسټراليا فدرالي حکومت د کاريګرو حقونو خوندي کولو لپاره نوی قانون پارلمان څخه تصويب وروسته سنا مجلس ته وړاندې کړی او غواړي تر کرسمس پورې يې تصويب کړي.
  • نيو ساوت ويلز کې د ۱۹۷۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د همجسبازانو د مړينې نه حل شوو پيښو پلټنه کوي او د هغوی پر وړاندې د کرکې ټول اړخونه څيړي.
  • د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې ملیونونه اوکراینیان د "ژوند له ګواښونکي" ژمي سره مخ دي ، ځکه چې روسي ځواکونه مهم زیربناوې په نښه کوي.
  • یوه نوې سروې خبرداری ورکوي چې په هرو څلورو کې د زړو کسانو پاملرنې يو کارکونکي پلان لري چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې خپلې دندې پریږدي که د دوی معاش ډير نشي.
  • انګلستان په قطر کې د نړیوال جام په سیالیو کې ایران ته په شپږ ګولونو ماتې ورکولو سره په زړه پورې بریا پیل ترلاسه کړه. د لوبې څخه وړاندې، ایراني لوبغاړو د خپل هیواد د ملي سرود له ویلو ډډه کړې وه - دا اقدام د دوی د حکومت پروړاندې د اوسني لاریونونو د ملاتړ ښودلو په توګه اخیستل شوی.

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now