اسټراليا او نړۍ څخه د نن ورځ مهم خبرونه واورئ.
د ويکټوريا ايالت روغتيا چارواکي وايي، په ياد ايالت کې د ګرځبند سخت قوانين ډير ګټور ثابت شوي، ياد ايالت په تيرو ۲۴ ساعتو کې ۳۰۳ نوې پيښې او ۴ مړينې ثبت کړې.
بله خوا د ويکټوريا ايالت پوليسو په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۳ کسان د کرونا ويروس شته تدابيرو څخه سر غړونې لپاره جريمه کړي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ نوې پيښې ثبت کړې او ټولې پيښې ټولنه کې د خلکو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد سره تړلي دي.
نن د اسټراليا يو نظامي الوتکه د لبنان بيروت ښار ته د مرستې توکې رسوي.
د پاکستان د پوځ وياند وايي، د تحريک طالبان پخوانی وياند احسان الله احسان چې پوځ عملياتو لپاره همکارۍ لپاره له ځانسره بولی وه عملياتو دوران کې له دوی څخه تښتيدلی.
نيوزيليند کې د کرونا ويروس ۷ پيښو ثبت سره ياد هيواد کې ټولې ۴۰ نوې پيښې ثبت شوې.
نور جزيات په خبرونو کې واورئ.





