مهم خبرونه:
- د نیو ساوت ویلز لويديځ ځيني سيمې سيلاونو لمن کې دي ځکه ورښتونو له امله د اوبو بندونو ډکيدل او بيا په ډيره اندازه اوبه له بندونو څخه خوشې کول دډې باعث شوي چې ګڼ شمير ښار ګوټي اوبو لمن کې راشي او سيلاونه رامينځته کړي.
- د فدرالي خزانې وزیر جیم چلمرز وايي تمه نه لري چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ او لومړي وزیر انتوني البانیز تر منځ به د دوو هيوادونو مسلې په يوه شپه کې حل شي. دواړه مشران به نن په بالي کې د G-20 سرمشریزې په څنډه کې سره وګوري. په عین وخت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د G-20 سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر سره مخامخ خبرې کړې دي.
- د اوکرایین ولسمشر له روسي ځواکونو څخه تر نیول کېدو څو ورځې وروسته جنوبي ښار خرسون ته په ناڅاپي سفر تللی دی.
- امريکا چې د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چې پکې ټول وژنې پيښې ډيرې تر سترګو کيږي د ياد هيواد د ویرجینیا ایالت په پوهنتون کې د فوټبال درې لوبغاړي په ډزو وژل شوي دي.
- امازون شرکت پلان لري ترڅو خپلشاوخوا 10,000 کارګران له دندې ګوښه کړي. دا به تر دې دمه د کارګرانو ترټولو لوی کمښت وي.
- قطر د نړۍ تر ټولو ډير لږښت لرونکی نړيوال جام کوربه توپ کوي, د فوټبال نړيوال جام د قطر په کوربه توب د نومبر مياشت په ۲۱ نيټه پيليږي.




