د اکتوبر د مياشتې ۱۷ نېټه؛ د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
- نيوزيليند څخه اسټراليا ته د خلکو راتګ پيل شو او تر اوسه سلګونه کسان پرته له قرنطين سيدني ښار ته راغلي. بله خوا له ياد هيواد څخه راغلي کسان د سيدني، کنبيرا او شمالي سيمو پرته نورو ښارونو ته تګ اجازه نه لري.
- ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس يوازې يوه مثبت پيښه او بيا نيو ساوت ويلز ايالت ۵ پيښې ثبت کړې.
- فرانسه کې د يو ښوونکي سر پرې شوی او پوليس ياده پيښه ترهګريزه بولي.
- د سيدني ښار څو کلتوريزې ټولنې ژوند حالت په اړه يوه څيړنه ترسره شوې او پکې ويل شوي ۶۰ سلنه خلک د خونديتوب احساس نه کوي او ۴۲ سلنه يې بيا کار نشي موندلی.
- د اسټراليا حکومت په انګلستان. جنوبي افريقا او هند کې بند پاتې اسټراليايان ځانګړو الوتکو کې اسټراليا ته راولي.
دا او نور خبرونه واورئ.
شریکول




