مهم ټکي
- لومړی وزیر انتوني البانی په دې لټه کې دی چې د APEC [[د آسیا پاسیفیک اقتصادي همکارۍ]] سرمشریزې وروستۍ ورځ په لوړ یادداشت پای ته ورسوي، ښاغلي البانيزي هم د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشرې کمالا حارث سره یوځای د شمالي کوریا لخوا د توغندي ازموینه وغندله.
- د نيو ساوت ويلز ايالت مرکزي لویدیز سيمو په ځینو برخو کې سيلاونو له امله د ويجاړي او خرابيو د پاکولو هڅې روانې دي، ولې د همدې ايالت د بیړني خدمت اداره خلکو ته د لا نورو سيلاونو راوتلو نوے خبرداری ورکوي.
- په مصر کې د اقلیم په اړه د نړیوال کنفرانس لپاره نیټه د یوې ورځې لپاره وغځول شوه ترڅو د لویو مسلو په اړه د اختلافاتو د حل په برخه کې هڅې وشي.
- د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د ډونالډ ټرمپ په اړه د جنایي تحقیقاتو د څارنې لپاره یو خپلواک وکیل په کار وګوماره، بله خوا ټرمپ ۲۰۲۴ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د يو ځل بيا دريدو اعلان وکړ.
- امریکا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته په امریکا کې د محاکمې څخه معافیت ورکړی دی.
- فيفا فوټبال نړيوال جام پيل څخه يوازې څو ورځې وړاندې قطر په لوبغالو کې د الکولي بير بنديز اعلان کړ.
دا او نور خبرونه لينک کليکاږلو سره واورئ.




