- کوينزليند ايالت ټولنه کې د کرونا ويروس نوو پيښو انديښنې پيدا کړي او تر اوسه دوه کسان انګلستان ډول کرونا ويروس باندې اخته شوي او د لا نورو ډيرو کسانو اخته کيدو ويره ده. بله خوا کوينزليند ايالت ځينو سيمو څخه تلونکي کسان نورو ايالتونو کې قرنطين او معاينه کيدو ته اړ شوي.
- د روغتيا نړيوالې ادارې له شتمنو هيوادونو څخه غوښتي ترڅو دې يادې ادارې سره لږ تر لږه ۱۰ ميليونه ډوزه واکسين مرسته وکړي ترڅو ياده اداره وشي کولی بې وزلو هيوادونو ته واکسين ورسوي.
- د اسټراليا پارلمان کې د جنسي ځورونې او غير اخلاقي کړون وروسته د پارلمان کاري چاپيريال څيړنه کيږي او دوه لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کيږي.
- نن شپه د ځمکې نړيوالې ورځې په مناسبت ځيني اسټراليايان خپل کورونو ګروپونه تر يو ساعت پورې بندوي ترڅو له چاپيريال سره مرسته وکړي.
- د اسټراليا فدرال پوليسو دوه کسان ترهه ګرۍ په جرم نيولي. پر يادو کسانو تور دې چې سوريه کې يې جنګياليو ته پټې پيسې استولې.
- طالبانو ويلي، که بهرنيو ځواکونو پر ټاکل شوي وخت له افغانستان څخه بهر نشي، دوی يې پر وړاندې مبارزه کوي.
نور خبرونو کې واورئ.




