د اکتوبر د مياشتې ۶ نېټه؛ د اسټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.
- د اسټراليا حکومت نن شپه تاريخي بوديجه وړاندې کوي کوم چې د هر اسټراليايي وګړي پر ژوند مخامخ اغيز شيندي. دا لومړی ځل دی چې تيرو ۳۰ کلونو کې د اسټراليا اقتصاد له ستر بحران سره مخ دی او لدې بحران څخه وتلو تګلار نن وړاندې کيږي.
- ويکتوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۵ نوې پيښې ثبت کړې او بيا بله خوا نيو ساوت ويلز ايالت تيرو ۱۱ ورځو راهيسې د کرونا ويروس هيڅ يوه نوې پيښه نده ثبت کړې.
- ډونالډ ټرمپ له درې ورځې درملنې وروسته له روغتون څخه بيرته سپينې ماڼۍ ته ستون شو.
- ولسمشر غني له خليلزاد او سکاټ ميلر سره وليدل.
- د اسټراليا، جاپان، هند او امريکا بهرنيو چارو وزيرانو نن جاپان کې ناسته وکړه.
- دا او نور خبرونو کې واورئ.
شریکول




