اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

د اپريل ۱۱ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل


 

 نړۍ کې پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۱ ميليون او ۷ زرو څخه لوړ شو.

بله خؤا ياد ويروس تر دې دمه له سل زرو ډير کسان وژلي او ۳۷۷ زره کسان بيا روغ شوي..

امريکا کې ۵۰۰ زره کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او له ۱۸ زرو ډيرو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له امريکا او ايټاليا وروسته هسپانيه او فرانسه هغه دوه هيوادونه دي کومو کې چې له لسو زرو ډير کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو روغتيا نړيوالې ادارې مشر پر هيوادونو غږ وکړ ترڅو دې د کرونا ويروس له امله په لګول شوو بنديزونو کې نرمي  نه راولي، ځکه دا نرمې نړۍ يو ځل بيا له لا ډير بحران سره مخولی شي.

 

د اسټراليا مشر ډاکټر چې د کرونا ويروس مخنيوي پروګرام مشري پر غاړه لري وايي، داسې بريښي چې اسټراليا کې د کرونا ويروس مړ کيدو او يا ورکيدو حال کې دی.

دا مهال اسټراليا کې ۶۲۹۲ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي.

اسټراليا کې بيا ۵۶ کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د مشر ډاکټر مرستيال پاول کيلي وايي، اسټراليا کې د کرونا ويروس خپريدو شمير نظر کې نيولو سره داسې بريښې چې ياد ويروس دلته مړ کيدو حال کې دی.

د نوموړي په وينا که چيرې اسټراليا کې لګول شوي محدوديتونه نرم کړای شي نو لدې سره ويروس خپريدلی شي.

د اټکل له مخه يوه مثبته پيښه يوه مياشت کې ۴۰۰ نورې پيښې رامينځته کولی شي.

 

نن د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې ۱۳۰۰ مسافر چې ۱۴ ورځې وړاندې استراليا ته رارسيدو وروسته قرنطين شوي ول له هوټلونو څخه خوشې شول.

اسټراليا ته د مارچ مياشت ۲۹ نيټې وروسته چې هر کس له بهر څخه راځي هغه ۱۴ ورځو لپاره هوټلونو کې جبري قرنطين کيږي او بيا له قرنطين وروسته هغوی معاينه کيږي او بيا يې کورونو ته خوشې کيږي.

 

د اسټراليا نيو ساوت ويلز کې يو وزير چې د ګرځبند دوران کې خپل رخصتی لپاره جوړ شوي کور ته تللی وه د قانون ماتولو له وجې يې خپل له دندې استعفا وکړه.

نيو ساوت ويلز کې د هنر وزير ډان هاروين د ټولنيز ګرځبند قانون پلي کولو دوران کې خپل د رخصتی کور کې وموندل شو کوم چې د قانون خلاف يو عمل وه.

د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمې د نوموړي لدې کار څخه بښنه وغوښه.

ياد وزير پوليسو لخوا ۱۰۰۰ ډالر جريمه شو او نوموړي بيا وروسته خپل له دندې څخه استعفا وکړه.

 

اپيل او ګوګل د بلو توت له لارې داسې يوه ټيکنالوژي فعالوي کوم چې د کرونا ويروس مخنيوي کې له چارواکو او هم نورو ادارو سره مرسته کولی شي.

اپپل او ګوګل به دا ټکنالوژي موبايلونو کې فعالوي او ټول هغه کسان به څارلی شي کوم چې د کرونا ويروس لري.

دا اپليکيسشن به اپيل او انډروايډ موبايلونو کې کارول کيږي.

د محرميت مدافيعن وايي، داسې اپليکيشنې بايد د خلکو ازادي پښو لاندې نه کړي او نه هم حکومتونو لخوا ترې ناوړه کار واخيستل شي.

او وروستی خبر، امريکا کې شپړ اعشاريه شپږ ميليونو کسانو تيره اونۍ بيکارې لپاره حکومتي پيسو مرستې ته غوښتنليک ورکړی.

بله خؤا تيرو دريو اونيو کې ۱۶ ميليونو امريکايانو کرونا ويروس له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

.

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه | SBS Pashto