اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

د اپريل ۱۴ - د ا سټراليا او نړۍ مهم مسايل


نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۱ ميليون ۹ لکه او ۲۴ زرو څخه لوړې شوې او نږدې ۱ لک او ۲۰ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر دې دمه ۴ لکه او ۵۸ زره کسان کرونا ويروس باندې مبتلا کيدو وروسته روغ شوي.

دا مهال امريکا د کرونا ويروس تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري چې دا شمير ۵۸۲۰۰۰ کسانو څخه لوړ دی.

له امريکا وروسته هسپانيه ۱۷۰ زره، ايټاليا ۱۵۹ زره ، فرانسه ۱۳۷ زره او جرمني ۱۳۰ زره مثبتې پيښې لري.

افغانستان کې بيا پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۷۱۴ تنو ته رسيدلی او ۲۳ افغانانو بيا کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پاکستان کې بيا پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۵۷۱۶ تنو ته ورسيد او ۹۶ کسانو تر دې دمه خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

د روغتيا نړيوالې ادارې پر ټولو هيوادونو غږ کړی ترڅو دې د کرونا ويروس پر وړاندې له زغم څخه کار واخلي او د کوربند يا ګرځبند شته تدابيرو کې دې نرمښت نه راولي.
نن په پام کې ده چې د روغتيا نړيواله اداره د نړۍ هيوادو ته له کويډ۱۹ سره اوږدمهالې مبارزې برخه کې يو لارښود خپور کړي.
د ډبليو ايچ او ډايرکټر تيدروس ګيبري اي اوس وايي، که ځيني خلک خپل نورمال ژوند ته بيرته راګرځول کيږي بيا هم دې ته اړتيا ده ترڅو بيمار کسان په کورونو کې بند پاتې شي او هم که پر چا د بيمارۍ شک کيږي نو ژر دې له نورو جلا يو ځای کې قرنطين شي.

 

اسټراليا کې د کرونا ويروس وبا له وجې د بيکارۍ کچه په لوړيدو ده او د حکومت اټکل له مخه تر جون مياشت پورې به ۱۰ سلنه اسټراليايان بې کاره وي،
د اسټراليا حکومت خزانه دار جوش فريدينبيرګ وايي، که چيرې حکومت د ۱۳۰ ميلياردو ډالرو کاريګرو مرسته نه وای وړاندې کړې نو دا شمير به خورا ډير لوړ وه.
د ويسټ پيک بانک بيا اټکل کوي چې د کرونا وبا له امله به ۱۷ سلنې پورې کسان بې کاره کيږي.
خزانه دار جوش وايي، اسټراليا کې ۸۰۰ زرو کاروبارونو د حکومت ۱۳۰ ميلياردو ډالرو مرستې ترلاسه کولو لپاره ځانونه راجسټر کړي.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د جاب کيپرز پروګرام وشو کولی ترڅو د اسټراليا اقتصاد له لا ډير تاوان او بحران څخه وژغوري.

 

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، دا مهال د اسټراليا ملي کابينه چې د کرونا ويروس مبارزې چارې پر مخ وړي داسې اټکل کيږي چې ياده کاري ډله به خپل کار ته په اوسني شکل راتلونکې کې هم ادامه ورکړي.

معنی داچې اوسني حالت څخه وتلو وروسته به هم ياد کاري ماډل راتلونکي کې ادامه ولري.

اوسمهال اونۍ کې دوه ځله ملي کابينه او د اسټراليا ايالتونو مشران يا پريميرز د لومړي وزير په مشرۍ ناسته کوي.
لومړی وزير وايي، د يادې ناستې موثريت څخه به همداسې راتلونکې کې هم حکومت او استراليايان ګټه پورته کړي.

 


د اسټراليا ټازمانيا ايالت کې دوه روغتونونه هغه مهال بشپړ وتړل شول کله چې يو شمير ډاکټران او روغتيا کار کوونکي به کرونا ويروس مبتلا شول.
د اسټراليا مشر ډاکټر براندان مورپهي ويلي، د يادو روغتونونو کار کوونکي يو غير قانوني ميلمستيا يا پارټي کې ګډون کړی وه ځکه دوی پر کرونا ويروس مبتلا شول.
د ټازمانيا صدر اعظم ويلي چې د يادې پيښې پلټنه کوي.
د ټازمانيا صدر اعظم وايي، دا ګونګوسې دي او پوليس د يادې پيښې پلټنه کوي.

 

د ويکتوريا ايالت روغتيا برخې چارواکي به لدې وروسته ټول هغه کسان د کويډ ۱۹ لپاره معاينه کوي کوم چې د ياد ويروس نښې پکې ليدل کيږي.

لدې وړاندې دا معاينه يوازې د هغو کسانو ترسره کيده کوم چې له بهر څخه اسټراليا ته راغلی وو او د کويډ ۱۹ نښې يې لرلې او بل که کوم کس د کويډ ۱۹ بيمار سره اړيکه کې شوی وه او بيا وروسته پکې ورته نښې ليدل کيدې نو دې شرايطو له مخه کسان معاينه کيدل.
د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې چارواکي وايي، داچې ټولنه کې کره شمير معلوم کړي دې لپاره د معاينه کولو بڼه پراخوي.
ويکټوريا ايالت کې دا مهال له ۱۲۰۰ څخه ډير کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او ۱۴ کسانو تر دې دمه خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ويکتوريا ايالت د روغتيا چارو وزيرې جيني ميکاکاس وويل، د خلکو کورونو کې پاټې کيدلو نوي قوانين به د می مياشت  تر نيمايي پورې پر خپل ځای وي او راتلونکې مياشت به حکومت پر شته محدوديتونو له سره کتنه کوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service