اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه

SBS Pashto News Bulletin

Source: SBS Pashto

د اپريل ۲۸ - د ا سټراليا او نړۍ مهم خبرونه دلته واورئ.


د نن ورځ مهم خبرونه


د رو‌غتيا نړيوالې ادارې د کرونا ويروس وبا کنټرول او له هغې سره د يادې ادارې له مبارزې څخه دفاع کړې.
WHO ويلي مشر ويلي، د کرونا ويروس په اړه يې ټولو هيوادونو ته ډير وخت وړاندې جدي خبرداری ورکړی ولې ځينو هيوادونو دا خبردارۍ جدي ندی نيولی او همدا وه چې ګڼ هيوادونه له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
پر WHO باندې ځينې هيوادونه نيوکې کوي چې ګواکې يې د کرونا وبا پر وړاندې سم مديريت ندی کړی.
د يادو نيوکو ځواب کې ډبليو ايچ او وايي، دوی د ۲۰۱۹ کال جنوری مياشت کې ټولې نړۍ ته خبرداری ورکړ او ټوله نړۍ کې يې د کرونا ويروس له وجې بيړنۍ حالت اعلان کړ.
د WHO مشر ډاکټر ډيټروس ويلي، د نړۍ ډيرو هيوادونو خبرادرۍ جدي ندی نيولی او اوس هم د کرونا ويروس خطر له مينځه ندی تللی.

 

ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳ ميليونه او ۴۱ زرو تنو ته لوړې شوې او ټوله کې ۲ لکه او ۱۱ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
امريکا کې بيا د کرونا ويروس مثبتې پيښې يو ميليون ته نږدې شوي او تر دې دمه امريکا کې ۵۶ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې له ۱۷۰۰ څخه لوړې شوي او ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړې او بله خوا پاکستان کې بيا د مثبتو پيښو شمير ۱۴ زرو ته لوړې شوي او ۲۹۲ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دلته اسټراليا کې بيا حالت ښه بريښي او تر دې دمه ۶۷۲۸ کسان پر کرونا ويروس مبتلا دي او له دوی څخه بيا ۵۶۱۲ يې روغ شوي او اوس يوازې ۱۰۳۲ کسان د کرونا ويروس لري.
اسټراليا کې د کرونا ويروس قربانيانو شمير ۸۴ تنو ته ورسيد او وروستی کس ۸۹ کلن د سيدني ښار اوسيدونکی وه.
سيدني ښار د زړو ساتلو يو مرکز کې تر دې دمه ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا چارو وزيرې ډاکټرې کيري چانت وويل، سيدني ښار کې لا اوس هم د ټولنې غړو ترمينځ د ياد ويروس خپريدو کچه لوړه ده.

 

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت حکومت وايي، راتلونکې جمعې ورځ څخه به ځينو محدوديتونو کې نرمي راولي، چې په هغو کې ښوونځيو ته د ماشومانو بيرته ستنيدل او مخامخ زده کړه کول او بل يو وخت کې دوه کسان  د بل کس کورته تګ شامله دي.
راتلونکې جمعې ورځې څخه به دوه کسان سره د ماشومانو يې کولی شي يو وخت کې د بل چا کور ته ولاړ شي او کوم کسان چې د بل چا کور ته ځي هغوی بايد بيماران نه وسي.
د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمې وويل، د مې مياشت ۱ ۱ نيټې څخه به زده کوونکي بيرته خپلو ښوونځيو ته ستانه کيږي.
اغلې وايې ځينو محدوديتونو کې نرمي پدې معنی ده چې نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس کنټرول برخه کې ښه روان دی.

 

بله خوا ويکټوريا ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې دوه مثبتې پيښې ثبت شوي ولې ياد ايالت لکه نيوساوت ويلز، ويسټرن اسټراليا او کوينزليند په شان خپلو لګول شوو محدوديتونو کې نرمښت نه راولي.
د ويکټوريا ايالت چارواکي وايي، د شته محدوديتونو نرمښت په اړه به د مې مياشت ۱۱ نيټې وروسته پريکړه کوي.
د ويکټوريا ايالت صدراعظم ډانيل انډريوز وايي، ويکټوريا يوه بريالی ستراتيژې مخې ته وړې او تر اوسه د کرونا ويروس وبا لا ختمه شوې نده.

 

لويديځ اسټراليا ايالت ته په پام کې ده چې سلګونه اسټراليايان له بهر څخه الوتکو کې راوستل شي او ياد ايالت کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شي.
څلور الوتکې، له هند، ماليزيا، فرانسه او جنوبي افريقا څخه له سلګونو اسټراليايانو سره ياد ايالت ته رسيږي.
د کرونا ويروس وبا له امله د نړۍ هيوادونو خپلې پولې تړلي او سلګونه اسټراليايان دا مهال بيلابيلو هيوادونو کې بند پاتي.
دي.
د استراليا حکومت ځينو ځانګړو الوتنو له لارې بند پاتې اسټراليايان اسټراليا ته راولي او راتګ سره دوی ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين کيږي.

 

د سيدني ښار نامتو سمندر غاړې يا بيچونه د خلکو پر مخ پرانيستل شول ولې يوازې خلک کولی شي لامبو يا سيرفينک لپاره يادو سمندرغاړو ته ولاړ شي.
بونډای برونټي او نورو سمندرغاړو کې امنيتي تدابير نيول شوي او چاته اجازه نه ورکول کيږي ترڅو پر شکو پريوزي او ځانونو ته لمر ورکړي.
د سيدني ښار ټولې سمندر غاړې ۵ اونۍ وړاندې تړل شوې وې.

 

د چين هيواد اسټراليا ته خبرداری ورکړی چې که اسټراليا د کرونا ويروس برخه کې پر چين فشار راوړلو ته دوام ورکړي نو چين به له اسټراليا سره تجارتي راکړه ورکړه او هم سياحتي اړيکې ختمې کړې.

د اسټراليا د سوداګری وزير سايمون بيرمينګام وايي، اسټراليا د چين هيواد له خبرداري ويره نه لري.
اسټراليا کې د چين سفير ويلي، د اسټراليا لخوا دوامداره تورونو ځواب کې به چين د کرنې، زده کړې او هم سياحتي برخو کې له اسټراليا سره اړيکې پرې کړې.
ښاغلی بيرمينګهام وايي، دا مهمه ده ترڅو د چين پلټنه وشي ځکه دلته ژوندونه له لاسه ورکړل شوي.

 

 

 

 

  


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اس بي اس پښتو: د نن ورځ مهم خبرونه | SBS Pashto