اس بي اس پښتو راډيو د خپرونو وخت او ورځې بدليږي

SBS Studio

SBS Studio Source: SBS Radio

اس بي اس اسټراليا کې بيلابيلو ژبو ټولنو ته خپل خدمتو وړاندې کول پينځه کاله وروسته وڅيړل او دا يې معلومه کړه چې نن ورځ اسټراليا کې کومو ټولنو او ژبو ته خدمتونه وړاندې کړي


له يو کال بيا کتنې وروسته اس بي اس شبکې د ژبو ټاکلو معيار وټاکه او په هغې کې پښتو ژبې پروګرامو کې د هيڅ بدلون راوستو پريکړه وشوه او لکه پخوا اس بي اس راډيو به په اونۍ کې دوه يو ساعته پښتو خپرونې اسټراليا کې ميشتو پښتنو ته وړاندې کوي.

اس بي اس پښتو خپرونه به تر روان کال نومبر ۲۰ نيټې پورې د سه شنبه غرمې ۱۲ تر ۱ بجو پورې وي او ۵ شنبه به د ماسپښين له ۳ څخه تر ۴ بجو پورې پروګرامونه ولري.

ولې نوي بدلون له مخه به د نومبر مياشت ۲۰ نيټې څخه د اس بي اس پښتو خپرونې هر سه شنبه او شنبه د ماسپښين ۲ څخه تر ۳ پورې خپرونې وړاندې کړي او نوي بدلون سره د پښتو خپرونې په يو وخت شوې.

اس بي اس شبکې پريکړه وکړه چې اووه نوو ژبو ته هم خدمتونه وړاندې کړي يادو ژبو کې روهنګيا،تيبيتان،تيلوګو شامله دي.

بيا بله خؤا د اس بي اس شبکه پر ۱۲ ژبو خپل خدمتونه بندوي.

تاسو ته مو دې ستر بدلون په اړه يو رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now