Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا لويو بانکو لپاره توره ورځ

Mabango ya benki nne kubwa za Australia

Mabango ya benki nne kubwa za Australia (ANZ, Westpac, the Commonwealth Bank (CBA) na National Australia Bank (NAB). Source: AAP

د اسټراليا حقيقت موندنې کميسيون يا "رويال کميشين"يو کال وړاندې د اسټراليا لویو بانکونو فعاليت وڅيړه او خپل موندنې يې د دوشنبې په ورځ خپرې کړ.ې


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Rosemary Bolger, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا حقيقت موندنې کميسيون يا "رويال کميشين"يو کال وړاندې د اسټراليا لویو بانکونو فعاليت وڅيړه او خپل موندنې يې د دوشنبې په ورځ خپرې کړ.ې


ويل کيږي چې د اسټراليايايي بانکونو تاريخ کې دا تر ټولو حيرانوونکې موندنې دي او هم د ياد رپوټ خپرولو ورځ بانکونو سکتور ته يوه توره ورځ ګڼل کيږي.

ياد کميسيون داسې پيښې موندلي کوم کې چې د اسټراليا لويو بانکونو له مشتريانو ناوړه چلند کړی او هم بيلابيلو پلمو باندې يې ترې پيسې اخيستي او په بدل کې يې خدمات ندي ورکړي.

يادو لويو بانکو باندې دا تور هم دی چې داسې بانکي کړنو کې لاس لري کوم چې جنايي جرم ګڼل کيدای شي او ځيني بانکونه يا مالي ادارې محاکمو ته وړاندې کولو وړانديز شوی.

ياد کميسيون حکومت ته وړانديزونه کړي ترڅو مشتريان لا ډير خوندي کړي او هم شته قوانينو کې ښه والی راولي.

يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now