اسټراليا ته به لدې وروسته هر کال ۳۰،۰۰۰ لږ مهاجر راوستل کيږي

Immigration Cut

Immigration and population policies will be a key issue at this year's federal election Source: AAP

د اسټراليا فدرالي حکومت له ډير ځنډ وروسته خپل له هغه پلان څخه پرته پورته کړه د کوم له مخه چې پدې هيواد کې د مهاجرو راتګ کې د پام وړ کمی راولي.


د اسټراليا لويو ښارو اوسيدونکي د ډير نفوس او هم د ورځني ژوند له لږښتو څخه شکايت کوي او د اسټراليا حکومت دا مسله درک کوي او وايي چې نور به اسټراليا ته نوي راغلي مهاجر ډيره کې لرې پرتو سيمو ته استول کيږي ترڅو د هماغوسيمو ابادولو کې مرسته وکړي او هم پر لويو ښارونو د ډير نفوس بوج کم کړي.

دا مهال اسټراليا ته هر کال ۱۹۰،۰۰۰ مهاجر له بهر څخه راوستل کيږي ترڅو اسټراليا کې کاري تشې ډکې کړي ولې حکومت وايي چې پدې شمير کې ۳۰،۰۰۰ کمی راولي يعنې لدې وروسته به اسټراليا ته هر کال ۱۶۰،۰۰۰ مهاجر راوستل کيږي.

د نوي پلان له مخه نوو مهاجرو او هم بهرنيو زده کوونکو ته به ځيني معافيتونه ورکول کيږي که چيرې دوی له لويو ښارونو څخه لرې پرتو سيمو کې ژوند کول غوره کړي.

يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ لرو، دلته يې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا ته به لدې وروسته هر کال ۳۰،۰۰۰ لږ مهاجر راوستل کيږي | SBS Pashto