ياد رپؤت چې د رويال چيلډرن هوسپيټال لخوا خپور شوی ويل شوي چې اسټراليا کې ماشومانو لپاره وخت د ورځې دوه ساعته ټاکل شوی ترڅو دوی يا کمپوټر او يا هم نورو الکترونکي وسايلو باندې وخت تير کړي ولې دا رقم له ټاکل شوي حد څخه ډير لوړ دی.
ياد رپوټ کې ويل شوي چې اسټراليايي ماشومان خپل ډير ؤخت پر مبايلونو او يا ټابليټس چې ای پاډ باندې مشهوره دی تيروي.
يادې څيړنې موندلې چې يو په دريو هغو ماشومانو کې کوم چې لا د ښونځي عمر ته ندي رسيدلي هغوی زيرک الکترونيکي وسايل لري. ياده څيړنه کې دا هم ويل شوي چې ډيري والدين له ستونزو سره مخ دي او هرو دريو والدينو کې دوه يې هر ورځ يادې ستونزي ګالي. يادې څيړنې کې ښودل شوي چې درې برخي له والدينو څخه وايي چې دوی خپل ماشومانو الکترونيکي وسايلو د کاريدو وخت ندی محدوده کړئ.د ياد رپوټ ليکونکې Anthea Rhodes وايي چې اوس خت کې د ماشومانو زيرکو الکترونيکي وسايلو ته لاسرسی د انديښنې وړ خبر ده.
څيړنه کې وايي چې ابتدايه ښونځي زده کووي دوه په دريو کې موبايلونه لري او د ښونځي عمر ته رسيدو مخکې بيا دريو ماشومانو کې يو يې موبايل لري.اسټراليا کې ماشومان په اوسط ډول په اونۍ کې ۳۲ ساعته وخت په الکترونيکي شيانو تيروي.Alice Proyer وايي داچې ټکنالوژی سره تړلو وسايلو څخه خلاصی نشته نو ښه داده چې مونږ بايد له يادو وسايلو سره ژوند کول زده کړو


