د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي او شاعر ګیله من وزیر د وژنې دوه کاله پوره شول. راپورونه ښيي چې د نوموړي د وژنې په تور ۳ کسان نیول شوي، خو د هغه د کورنۍ او د قضیې مدافع وکیلان وایي، د پولیسو له لوري ورسره لازمه همکاري نه کېږي او د قضیې په پلټنو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افريدي په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول





