د اسټراليا د ويزو سيسټم يوې شخصي کمپنۍ ته ورکول کيږي

Australian visa processing system

Australian visa Source: SBS

د اسټراليا حکومت په پام کې لري ترڅو د اسټراليايي ويزو طی مراحل چارې يوې شخصي کمپنۍ ته وسپاري.


دا به د استراليا په تاريخ کې لومړی ځل وي چې حکومت به د مهاجر او ويزو چارې يوې شخصې کمپنی ته سپاري.

ويل کيږي چې دا پروژه به د ميلياردو ډالرو په ارزښت شخصي کيږي.

اسټراليا کې بيا د مهاجرت برخې کار پوهان له ياد خبر اوريدو سره انديښنې ښايي او وايي که چيرې د اسټراليايي ويزو برخه له دولتي څخه شخصي شي نو دا به د اسټراليا مهاجرت سيسټم ړونتيا له مينځه يوسي.

د مهاجرت اداره وايي د ويزې برخې شخصي کولو سره به د مهاجرت ادارې کارکوونکي خپل کارونه له لاسه ورنه کړي.

داسې اټکل کيږي چې تر کال ۲۰۲۸ پورې به اسټراليايي ويزو لپاره هر کال ۱۳ ميليونه کسان غوښتنليکونه ورکوي.

داچې دا بدلون به تاسو لپاره څه معنی ولري، بشپړ رپوټ واورئ.

 

 

 

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now