د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ایس بي ایس پښتو راډيو ته وویل، حکومت باید په هلمند کې د افغان هوايي ځواکونو په حمله کې د ۱۰ افغان پوځيانو د وژل کېدو په اړه هر اړخیزې څيړنې وکړي.
په هلمند کې دغه لس تنه افغان پوځیان د یکشنبې په ورځ دافغان ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
اخوا بیا د افغانستان دفاع وزارت دغه حمله یوه تېروتنه ګني خو وايي، د یادې پیښې د څيړنې لپاره یو پلاوی ګمارل شوی دی.
پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ:



