له کور نه د سوداګرۍ پیل یوه ښه مفکوره ګڼل کېږي. دا د لګښتونو کمولو، کار ته د وخت او ځای ازادي ورکوي، ددې ترڅنګ د بېلابېلو مسلکونو لپاره مناسبه ده. د مثال په توګه لګه: فټنس او روغتیایي خدمتونه، د ویښتو او ښکلا خدمتونه، د خوړو برابرول ، او یا هم د ماشومانو مسلکي پالنه. خو لکه د هرې سوداګرۍ په څېر، دلته هم ځینې اصول او مقررات شته چې باید تعقیب یې کړئ. د آسټرالیا پیژندنې لړۍ په نننۍ خپرونه کې، موږ درته وایو چې د کورنۍ سوداګرۍ د پیل لپاره کوم بنسټیز ګامونه او قانوني مقررات باید په پام کې ونیول شي.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
د Australia Explained یا آسټرالیا پېژندنې پاډکاسټ تعقیب کړئ، تر څو په آسټرالیا کې د نوي ژوند د پیل لپاره مهم معلومات او ګټورې لارښوونې ترلاسه کړئ.
آیا کومه پوښتنه یا د بحث لپاره کومه موضوع لرئ؟ مهرباني وکړئ خپلې پوښتنې په لاندې پته راواستوئ: australiaexplained@sbs.com.au
شریکول





