که د کورنۍ غړی مو نشيي توکي کاروي څنګه بايد ورسره خبرې وکړئ؟
4 DRUGS -Be honest with them - Getty Images Source: 4 DRUGS -Be honest with them - Getty Images
انسانان خپل عمر لوړوالي سره خپل ژوندانه کې له ګڼو پړاونو څخه تيريږي او ډير څه تجربه کوي.د اسټراليا د نشيي توکو سره د مبارزې د بڼسټ رپوت له مخه له هرو ۱۰ ځوانو اسټراليايانو څخه ۳ يې پر تير يو کال کې يو ګيلاس الکهول يا شراب هرومرو څکلي.اسټراليا کې له ۱۲ څخۀ تر ۱۷ کاله عمر لرونکو ځوانانو ۱۵ سلنه يې تير کال کې چرس څکلي او بيا يو له ۵۰ څخه يې کوکاين يا نشيي بوډر کارولي.اسټراليا کې مهاجرو ټولنو لپاره د نشيي توکو کارونې په اړه خبرې کول ستونزمنه وي او هغوی يې په اړه له خبرو کولو څخه ويره لري.کار پوهان بيا وايي چي کورنۍ بايد ارامي غوره کړي او که ماشومان يې نشيي توکي کاروي نو ورسره دې ښکاره او ريښتيني خبرې وکړي او کوښښ دې وکړي چې د هغه ځوان خوی بلد کړي نه داچې ورته ګواښونه ورکړي.يادې موضوع په اړه تاسو ته يو بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول



